د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د نورستان له والي قاري زین العابدین عابد او د خوست د پوهنې له رییس مولوي فیضالله جمال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د نورستان والي قاري زینالعابدین عابد، د کډوالو د وضعیت او د هغوی د وړاندیزونو په اړه مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په یاد ولایت کې کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له اړوندو حکومتي او مرستندویه ادارو سره همغږي رامنځته شوې ده.
ښاغلي عابد د نورستان د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې علمای کرام او ولسونه د اسلامي امارت له لوري د دوی د ستونزو د حل له امله خوښ دي.
دغه راز مولوي فیض الله جمال په خوست ولایت کې کډوالو ته د زده کړو د چمتو کولو پر څرنګوالي خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د کډوالو لپاره په ښوونځيو او مدارسو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، له نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې دي، څو کډوالو ته د زده کړو په برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، اسلامي نظام او ولس ته د خدمت په برخه کې د امارتي چارواکو او مسوولینو د هڅو په ستایلو سره ویلي، افغانانو د څو لسیزو جګړو او یرغلونو له امله ګڼې ناخوالې لیدلې دي او اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د دوی پر وړاندیزونو او غوښتنو به اړین غور وشي.