ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص د WFP له مسولینو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د خوړو نړیوال پروګرام له مسول او تخنیکي پلاوي سره لیدنه کړې.

له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مختلفو چاپېریالي مسایلو په تړاو د بحثونو پر دوام تېره ورځ پنج‌شنبه د ۱۴۰۴کال د غويي په ۲۵مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام  WFPله مسول او تخنیکي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمن‌کېدو، موجوده چاپېریالي ستونزو د حل، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نړیوالو مالي مرستو راجلبولو او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خوړو نړیوال پروګرام مسولینو هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د تېرو څو لسیزو په لړ کې د WFP فعالیتونه په ځانګړي ډول د غذایي مصونیت په برخه کې د قدر وړ بللي.

ورپسې افغانستان کې د WFP مسول هارالډ من‌هارټ د خپلو فعالیتونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او مننه یې کړې، چې دوی ته په دې بحث کې بلنه ورکړل شوې ده.

نوموړي ویلي، د تخنیکې مسایلو په تړاو باید دوامداره مجلسونه وشي او پر ګډې همکارۍ یې ټینګار کړی.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي، دا اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره ګډې همکارۍ ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان یوازې اقلیمي بدلون نه دی ځپلی بلکې د تېرو څو لسیزو جګړو، اقتصادي، اجتماعي او چاپېریالي ستونزو له امله ځپل شوی هېواد دی؛ اقلیمي بدلون نړیوال ګواښ دی او ورځ تر بلې زیاتیږي، د اقلیمي بدلون له امله نه یوازې انسانان بلکې حیوانات، مارغان او ټول ژوندي موجودات اغیزمن شوي دي.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې نړیوالې مرستې راجلب شي؛ ترڅو د خلکو ژوند وژغورل شي. ټولې نړیوالې موسسې باید په ګډه همغږۍ مخکې قدمونه واخلي.

د WFP مسول د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دواړو ارګانونو تخنیکي ټیمونه باید په خپلو کې پر مهو موضوعات بحث او لازم اجراات وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې WFP به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي او د چاپېریالي مسایلو په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډه همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړې او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو را جلبولو لپاره به د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه ګډ کار ته ادامه ورکړي.