ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کازان کې د موردوویا له ولسمشر سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره لیدنه وکړه.

 ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لیدنې پر مهال وویل؛ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه زمینه برابره کړه.

افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، بهرني پانګوال کولی شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري، چمتو دي چې په دې برخو کې موردوویا ته صادرات پیل کړي.

 نوموړي همداراز وویل؛ موږ لېواله یو چې له موردوویا څخه د برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو، صنعتي ماشین الاتو، نفتي توکو، طبیعي ګاز او خام المونیمو، ریلي واګونو او ترانسپورټ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د کورني ضرورت د رفع کولو په موخه د اړتیا اړوند واردات ولرو.

 ښاغلي برادر اخوند همداراز د موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د موردوویا ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف وویل، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيل او پراختیا لپاره ښه فرصت ګڼي او موردوویايي پانګوال د افغانستان په مارکېټ کې کار کولو ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه؛ هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او درملو تولید په برخو کې ښه پرمختګونه لري او چمتو دي چې په یادو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

ارتیوم الکسیویچ زدونوف وویل؛ موردوویا د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ډېرو هېوادونو ته صادرات لري، غواړي افغانستان ته یې هم د موردوویا–قزاقستان–اوزبیکستان–افغانستان له لارې پيل کړي.

 موردوویايي پانګوالو همداراز په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل؛ افغانستان چمتو دی چې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې له موردوویا سره په لویه کچه سوداګري پيل کړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، په دې برخه کې به د افغانستان مهم شرکتونه موردوویايي لوري ته د ګډ کار کولو په موخه ورمعرفي کړي.