افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې ګاونډیو هېوادونو کې مېشت و او بېرته د همدغو هېوادونو لخوا يې په زور د ایستلو لړۍ پیل شوه، نو د اسلامي امارت او د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري ورته په کور دننه په ټولو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ورته مهال پوهنې وزارت وايي، د زده کړو او ښې روزنې په موخه يې تېر کال څه باندې ۲۰ زره بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې شاوخوا ۸۵ زره بېرته راستنېدونکي هېوادوال يې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه ثبت او راجستر کړي دي.
اقتصاد وزارت وايي؛ د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د مرستو جلب او جذب کمېټه هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو په هڅونې له بېرته راستنېدونکو سره د مرستو بهیر کړندی کړي.
د یادونې ده، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدو ۱۲ ګونې کمېټې جوړې شوې، چې په ورځني ډول دوی ته په بېلابېلو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.