ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزیر روسیه کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره لیدنه کړې

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په روسیه کې د اسلامي امارت د سفارت د مستشار په ګډون، په سن پترزبورګ ښار کې له مېشتو افغان سوداګرو او هېوادوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې افغانانو د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په مسکو کې د قونسلي خدماتو د هرکلي ترڅنګ، خپلې ستونزې او ننګونې د عدلیې له وزیر سره شریکې کړې دي.

دوی ویلي، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په روسیه کې د اسلامي امارت د قونسلي فعالیتونو له پیل سره، ډېری ستونزې حل شوي خو ځینې لا هم پاتې دي، هیله لري چې ژر حل شي.

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد دننه او بهر د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدنه خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کوي.

دغه‌راز نوموړي په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مسولینو ته لارښوونه کړې، چې په روسیه کې د مېشتو افغانانو او سوداګرو ستونزو ته د حل لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.