د بشر حقونو د څار سازمان په اسټرالیا او برېتانیا هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو څېړنه ځنډوي.
یاد سازمان ویلي، هغه افغانې کورنۍ لا هم د عدالت په تمه دي، چې خپلوان یې د شل کلنې جګړې پر مهال د جنګي جرمونونو قرباني شوي دي.
اسټرالیا تر دې دمه یوازې یو عسکر په دې جرم تورن کړی دی.
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانيو غړو له بيبيسي سره په مرکه کې د دې هېواد د ځواکونو هغه جنګي جرمونه افشا کړل، چې په افغانستان کې یې کړي وو.
یادو سرتېرو ویلي، چې برېتانیوي ځواکونو به بېوسلې وګړي نیمه شپه په خوب کې وژل، بندیان او ان ماشومان به یې وژل او اعدامول.
د دوی په خبره، برېتانیوي سرتېرو ته د بندیانو وژل په یوه عادي چاره بدله شوې وه.