د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د ۱۴۰۴ کال د وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
دا اداره زیاتوي، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۸۵.۷ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۸۴۲.۸ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰.۱ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د تېر کال د کب مياشتې په پرتله ۱۴.۴ ميليون ډالره کموالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۰۳.۱ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په وري مياشت کې د ۱۶۰.۳ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.