ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د رهبرۍ او کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته وشوه

د افغانستان ملي رادیو تلویزیون مسولینو د دې تلویزیون له کارکوونکو سره د همکارۍ او همغږۍ ګډه ناسته وکړه.

د دې ګډې ناستې پرمهال مسولینو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره امانتدارۍ سره سرته ورسوي.

د همغږۍ په دې ناسته کې د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي وویل، دلته ټولې ګمارنې د وړتیا له مخې شوې دي، چې وړ او ژمن کسان په دندو بوخت دي.

نوموړي ډاډ ورکړی؛ چې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه، د ملي رادیو تلویزیون رهبري د کارونو کفیت لوړولو او د کارکوونکو د هوساینې په موخه شپه او ورځ کار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د ملي رادیو تلویزیون یو شمیر نورو لوړ پوړو مسولینو هم ګډون کړی وو او د دغه ریاست کارکوونکو سره یې د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې مطرح شویو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.