ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو اصلي مسیر د رغنیزو چارو د پیل له امله په موقتي ډول تړل کیږي

د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې چارې پیل کړې دي، چې له امله یې د دې لویې لارې اصلي مسیر، د کار د ښه ترسره کیدو په موخه د وسایطو د تګ او راتک پرمخ تړل کیږي.

د وزارت د خبرتیا له مخې، مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳ ، ۴۰۴ ، ۵۸۰) وسایطو په ګدون کولی شي، چې د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، ۲۴ ساعته تګ او راتګ وکړي.

همدارنګه ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب لوري او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کیږي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې د بیارغونې د کارونو تر بشپړېدو پورې دې له حوصلې کار واخلي، تر څو چارې د کیفیت له مخې په ښه ډول ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د سالنګونو لویې لارې د یو شمېر برخو کانکریټ اچونې کارونه د تیر مالي کال په ترڅ کې بشپړ شوي دي.