ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزیر: د نشه یي توکو د کښت مخنیوی د هېواد او ګاونډيو هېوادونو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر او د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړېکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د کرنې، مالدارۍ او اوبو په برخه کې د ښه امکاناتو په درلودلو سره زموږ موخه د کرنې سکتور له دودیز میتود څخه عصري میتود ته وده او پراختیا ورکول دي.

نوموړي د ګاونډيو هېوادونو څخه په ځانګړي ډول له ایران غوښتي، چې له موږ سره د ګډ بازار په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
ښاغلي عمري د افغانستان د ارګانیکو محصولاتو یادونه کړې او د نشه یي توکو د کښت مخنیوی یې د هېواد او ګاونډي هېوادونو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه بللې.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ویلي؛ اوس چې افغانستان د اقتصادي پرمختګ مسیر طی کوي، موږ باید تولیداتو او محصولاتو ته په ګډه پوله کې ګډ بازار ولرو.
په لیدنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د توليداتو، ترويج او بازار موندنې لپاره د پراخو همکاريو ژمنه کړې.