د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د اقلیمي بدلون په چارو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د نوسکي ۱۱م نړیوال چاپېریالي کانګرس په څنډه کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون د منفي پایلو، اړوندو ننګونو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
همداراز په لیدنه کې دواړو لوریو په تخنیکي، علمي او اقتصادي برخو کې د ګډ کار کولو غوښتنه کړې.
مولوي مطیعالحق خالص څرګنده کړې، چې د اقلیمي بدلون زیاتېدونکو اغېزو د افغانستان طبیعي سرچینې، کرنه او د خلکو ورځنی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
نوموړي د اوبو د سرچینو د مدیریت، د ځنګل وهلو د مخنیوي او د بېرته نوي کېدونکو انرژیو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
د اقلیمي بدلون په چارو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د ښاغلي خالص له دریځ ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې به له افغانستان سره همکاري کوي.
نوموړي همداراز د چاپېریالي پروژو د پیاوړتیا لپاره د ښوونیزو پروګرامونو، تجربو شریکولو او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو چمتووالی ښودلې.
په پای کې، دواړو لوریو پر ګډو همکاریو هوکړه کړې.