ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو دوو میاشتو کې نږدې اته زره بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼې غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي

 د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په لومړیو دوو میاشتو (وري او غويي) کې اووه زره او ۶۴۳ بهر مېشتو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې خدمتونو کې یو زر او ۹۷۸ نوې پېژندپاڼې، ۵۰۹ مثنی پېژندپاڼې، دوه زره او ۶۸ کسانو ته د پېژندپاڼو تایید او درې زره او ۸۸ کسانو ته د پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونو وړاندې‌کول شامل دي.

 له بل لوري یاد ریاست د ۱۴۰۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې  په کابل ښار کې درې زره او ۶۲ هېوادوالو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې وېشلې او د دې تر څنګ ۲۷ زره او ۲۷۱ کسانو ته یې د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه او څلور زره او ۹۵۲ هېوادوالو ته یې د کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.