ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت د “طبق” ناروغۍ د مخنیوي لپاره له نړیوالو موسسو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د څارویو ویروسي ناروغۍ «طبق» د خپرېدو له امله، د ملي او نړیوالو همکارو موسسو، اړوندو ادارو او د کرنې د کلستر له استازو سره د یوې همغږۍ غونډې کوربه‌توب وکړ، څو د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره ګډې حل‌لارې ولټول شي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، طبق یوه جدي ستونزه ده چې د مالدارۍ سکتور له سخت ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي زیاته کړه، که دا ناروغي پر خپل حال پرېښودل شي د هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه له جدي زیان سره مخ کېدی شي.

مولوي صدراعظم عثماني له ټولو ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې له کرنې وزارت سره د دې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې فعاله ونډه واخلي او له افغان مالدارانو سره اوږه په اوږه ودریږي.

د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسني وویل؛ «طبق» یا د پښو او خولې ناروغي، یوه ساري او انتاني ناروغي ده، چې اوس د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه؛ دا یوازې د دولت مسولیت نه دی، بلکې د موسسو ګډو هڅو ته اړتیا ده، څو دا ناروغي کنټرول شي.

ښاغلي محسني د ناروغۍ د کنټرول لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو یادونه وکړه، چې د نړیوالو همکارو ادارو په مرسته به پلي شي.

په غونډه کې ګڼو نړیوالو موسسو، لکه اکټېډ، د هالنډ کمېټه، مېشن اېسټ، ډاکار، ورلډ وېژن او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د همکاریو ژمنې وکړې.

همداراز، د نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو لکه UNDP، WFP، UNODC، UNOPS، DRC، IRC، CARE، RRAA، ICRC، CIAVA، اروپایي اتحادیې، نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک، ActionAid، AfghanAid او د اغاخان بنسټ استازو هم په غونډه کې ګډون کړی و.