ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ستوماتولوژي یو ځانګړي عصري روغتون پرانیستل شو

 د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د ستوماتولوژي یو ځانګړي عصري روغتون پرانیسته ترسره او په فعالیت یې پیل وکړ.

دغه عصري تخصصي روغتون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رییس ډاکټر احمد خندان او مل ټیم په ګډون د کابل په لویدیځ، ۱۳مې ناحیې کې موقیعت لري، پرانیستل شو او فعالیت یې پیل کړ.

په دې مراسمو کې د کابل په لویدیځ کې د خصوصي روغتونونو مسولینو، روغتیايي متخصصینو، استادانو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.

ډاکټر احمد خندان د دې مرکز په پرانیستلو خوښې څرګنده کړه، د متخصصینو، تخنیکي کارکوونکو او ټولو ښکېلو کسانو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه یې وکړه او ویې ویل؛ هیله لرو، چې دا روغتون به زموږ د ګرانو هېوادوالو لپاره د روغتیا او باور سرچینه وي.

نوموړي زیاته کړه، دا نوښت د روغتیایي خدماتو په برخه کې د روښانه راتلونکي ژمنه کوي او د هېواد په روغتیایي سیسټم کې د خصوصي سکټور د رول، لا پرمختګ او سوکالۍ ښودنه کوي.

د دې غونډې په دوام، د یاد روغتون بنسټ اېښودونکي ډاکټر روح الله شرفیار وویل؛ د معیاري تجهیزاتو او مسلکي او تجربه لرونکو روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره، دا مرکز به مراجعینو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د غاښونو ترمیم، ارتوډونسي، د غاښونو جراحي، د خولې او ژامې جراحي او د خولې مصنوعي غړو په ګډون پرمختللي تشخیصيه او درملنې خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تخصصي ستوماتولوژي مرکز جوړول په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه کولو په لور یو ارزښتناک ګام شمېرل کېږي او د خولې او غاښونو ناروغیو د تشخیص او درملنې کچې ښه کولو لپاره د خصوصي سکټور جدي ژمنتیا څرګندوي.