ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر بادغیس کې له روغتیايي کارکوونکو او قومي مشرانو سره ناسته کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر پر مهال له روغتیايي کارکوونکو، د خصوصي سکټور او تطبیق کوونکو موسسو مسوولینو او قومي مشرانو سره ګډه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، د بادغيس والي حافظ محمد امین جان عمري، د ياد ولایت د عامې روغتیا ریيس مولوي خان محمد همت، د روغتیا وزارت مرکزي ریيسانو، د خصوصي سکټور او تطبیق کوونکې موسسې مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د روغتیايي مسوولینو لخوا د یاد ولایت روغتیايي برخې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې وړاندې شوې، چې پکې د نویو روغتونونو جوړول، د کارکوونکو زیاتوالی، د تخصصي اکمالاتو پیل او نور مهم مسایل شامل وو.

مولوي نور جلال جلالي د دغو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي، چې پخوا په بادغیس کې روغتیايي برخه د مسوولینو له لوري له پامه غورځول شوې وه، خو له دې وروسته به ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي همداراز ژمنه کړې، چې شریکو شویو ستونزو ته به د حل لارې پیدا کړي، څو د یاد ولایت اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا او د اړینې درملنې لپاره به نورو سیمو ته د تګ اړتیا کمه شي.