ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازی کابل ته سفر کوي

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال چین جیانان د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او پلاوي سره په لیدنه کې د دوی هرکلی کړی او د چین او افغانستان ترمنځ د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو ستاینه یې کړې.

نوموړي ويلي، د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا د دې هېواد د دولت او دولتي تصدیو ترمنځ د یو پل رول لري او هڅه کوي چې کورني او بهرني شرکتونه د چین له سوداګریزو فرصتونو سره ونښلوي.

جیانان زیاته کړې، چین له ګڼو سیمه‌ییزو هېوادونو سره ژورې سوداګریزې اړیکې لري او غواړي د افغانستان سره هم دا اړیکې لا ژورې او پراخې کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې د شورا ماموریت د پانګوالو او تصدیو لپاره د همکارۍ زمینې برابرول، د فرصتونو پېژندل او دولتي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له چینایي لوري څخه د هرکلي مننه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې چین د نړۍ له مخکښو اقتصادي قوتونو څخه دی او افغانستان غواړي د چین له پرمختللو تجربو څخه په صنعت، سوداګرۍ، پانګونې او زیربنایي برخو کې ګټه واخلي.

مولوی احمدالله زاهد وړاندیز کړی، چې دواړه هېوادونه کولی شي د چینایي شرکتونو او تصدیو په همکارۍ د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو، ځانګړو اقتصادي زونونو، صادراتو د پروسس مرکزونو، سړو خونو او عصري صنعتي او زراعتي لابراتوارونو جوړولو ته زمینه برابره کړي.

دا ټول اقدامات به د افغانستان د صادراتي سکتور د پیاوړتیا او صنعتي پراختیا لپاره مهم ګامونه وي.

همداراز، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان د امارتي شرکتونو او د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا تر منځ به مستقیمې او ګټورې اړیکې ټینګې شي.

د دې ترڅنګ چمتووالی وښودل شوی، چې افغان سوداګرو ته په چین کې د سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره شي، تر څو هغوی د نړیوال بازار سره ونښلول شي.

همداراز د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازی به د نږدې همکارۍ په موخه کابل ته سفر وکړي.

چینايي لوري وړاندیز کړی، چې ټول پانګیز فرصتونه او مشخصې طرحې دې له اړوندو ډیپلوماتیکو ادارو سره شریکې شي، تر څو د شورا له خوا لازم اقدامات وشي.

په پای کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې ګډ کاري میکانېزم جوړ کړي او د راتلونکو عملي ګامونو لپاره همغږي وکړي.