ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د هېواد هر اړخیزې ابادۍ او پرمختګ ته پاملرنه لري

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع نن غرمه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له رییس او استازو سره لیدنه وکړه.

 د لیدنې په پیل کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین زاده د خبرو پرمهال کارخونې ملي شتمنۍ وبللې او له صنایعو او کانونو څخه د اسلامي امارت د مشرتابه او مسولینو د ملاتړ قدرداني یې وکړه.

نوموړي همدارنګه د یادې خونې د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.

شېرباز کمین زاده وویل، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د بېلابېلو تولیداتو له لارې په کور دننه د هېوادوالو د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ښاغلي کمین زاده زیاته کړه؛ د صنایعو او کانونو خونه د پرمختګ په لور استوار ګامونه اخلي، د برېښنا او ځمکو په برخه کې د شته ستونزو له حل سره به یې وده لا زیاته او چټکه شي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس همدارنګه د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ته د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون او له نږدې څخه د یادې خونې د بېلابېلو تولیداتو د لیدنې بلنه ورکړه.

ورپسې د کابل د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال ظریف ګل ځدراڼ له صنعت او صنعتکارانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ مننه وکړه او ولایتونو ته د صنفي جوازونو د ورکړې او په صنعتي پارکونو کې قباله لرونکو کارخونو ته د کانکرېټي هنګرونو د جوړولو په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

ډاکتر ملا عبدالواسع د ښه راغلاست پرمهال صنعت او سوداګري لازم او ملزوم وبلل او وې ویل، تر فتحې وروسته په هېواد کې د اوسپنې کارخونې په لیدو خوښ یم.

نوموړي زیاته کړه، کارخونې د بېلابېلو تولیداتو ترڅنګ هېوادوالو ته د کاري زمینو د برابرولو له پلوه هم ډېرې ګټورې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت مشرتابه او مسولین د هېواد هر اړخیزې ابادۍ او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې خپل وس نه درېغوي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې سوداګر، پانګوال، صنعتکاران او ټول هېوادوال باید په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکار شي.