ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزیر هرات کې د روږدو ناروغانو د درملنې له ۱۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هرات ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه په دغه ولایت کې د روږدو ناروغانو درملنې له ۱۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر روږدو ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو بهیر له نږدې لیدلی، د ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایلي او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې د روږدو ناروغانو سره د ښه چلند سربېره ورته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

 مولوي نور جلال جلالي د مل پلاوي په شتون کې د یاد روغتون له مسولینو او روغتیايي کارکوونکو سره په ناسته کې د هغوی د اړتیاوو اړوند معلومات ترلاسه کړي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

نوموړي روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې کړې، چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې لا زیات کار او هلې ځلې وکړي.

 د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، چې په کور دننه د روږدو ناروغانو غوره درملنې په موخه له نړیوالو سازمانونو سره په خبرو بوخت دی.