د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۱مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ هـ.ق کال ذوالقعده ۲۸مه/ غبرګولی پینځمه نېټه) ترسره شوه.
دې غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه کې همداراز د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د ۴۰ فیصده فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.
همداراز د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور تایید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلې چارې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.