ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ حمدالله نعماني: کورني تولیدات د ټولنې د اقتصادي ودې بنسټیز عنصر دی

کابل کې د کورنیو تولیداتو لپاره د صنعت اونۍ څلورم ملي نندارتون پرانیستل شو.

د دې نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، پانګوالو، سوداګرو او ګڼو هېوادوالو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې نندارتون په پرانیست‌غونډه کې وویل؛ کورني تولیدات د ټولنې د اقتصادي ودې بنسټیز عنصر دی او اړینه ده، چې اسلامي امارت، ولس او سوداګر په ګډه ورته کار وکړي، ترڅو کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي.

نوموړي زیاته کړه؛ هغه هېوادونه چې نن ورځ اقتصادي پرمختګ او خپلواکي لري، د خپلو کورنیو تولیداتو ارزښت یې درک او ملاتړ یې کړی دی.

ښاغلي نعماني همداراز له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو تولیداتو ملاتړ وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر صنعتکارانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو محصولاتو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي او چاپېریالي اصولو ته پاملرنه زیاته کړي.

په دغه نندارتون کې، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونه کورني شرکتونه ګډون لري، بېلابېل خوراکي، ساختماني، صنعتي او نورو برخو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

افغان صنعتکاران وايي، چې دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پیژندنې، ودې او بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال په ګڼو برخو او په ځانګړي ډول خوراکي توکو کې د ځان بسیاینې تر کچې رسېدلی او نور د بهرنیو وارداتو اړتیا کمه شوې ده.