د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمرودو د پلور داوطلبي د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په شپږمه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، د یاد ولایت د والي استازي، د کانونو رییس، د اړوندو ادارو سیمهییزو مسولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ په یاده بولۍ کې یو زر او ۴۱۳ قیراطه زمرود د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د دې وزارت په وینا؛ یادې پروسې نه یوازې د زمرودو قانوني ایستنې لپاره زمینه برابره کړې، بلکې د پانګوالو لپاره د پانګونې او د سیمې اوسېدونکو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.