ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ٢٠٥ البدر قول اردو کې سلګونه میله وسلې ترمیم شوې

ملي دفاع وزارت وايي؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دریمې پلې ابودجانه لواء د پینځم اکمالاتي کنډک د وسلو ورکشاپ کې د تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري د تېر يو کال په جریان کې ۶۰۰ میله سپکې او درنې وسلې چي د تیرې ادارې پر مهال تخريب شوې وې، بيا ځلي ترمیم او ګټي اخیستنې ته چمتو شوې.

د دې وزارت په وینا؛ په ترمیم شویو وسلو کې څلور میله دوميله، ۹۰ميله دهشکې، اته ميله زيکويک، ۸۰ ضربه توپونه، ۲۰۰ میله پیکا او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ورکشاپ کې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.