ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوې روسي کمپنۍ د افغانستان د جستو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن (سې‌شنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه نېټه) د Door Khan ایستنې کمپنۍ له رییس او د روسیې پارلمان د نړیوالو اړیکو پخوانی رییس خان سرګي (Khan Sergi) سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو سربېره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د یادې کمپنۍ رییس د افغانستان اسلامي امارت له خوا د پانګونې په برخه کې د مناسب چاپیریال برابرولو له امله مننه وکړه او د جستو کانونو کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

 د کانونو او پټرولیم وزیر د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا قدردانی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کان کیندنې د قانون او کړنلارې اړوند به ورسره همکاري وکړي.