ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي په ميدان وردګ ولايت کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په ميدان وردګ ولايت کې راستنو شویو کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د میدان وردګ والي قاري بختيار معاذ او د بېلابېلو ولايتي ادارو مسولينو شتون درلود.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

مولوی عبدالسلام حنفي وویل؛ اسلامي امارت د هېواد دننه د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل او ځای پرځای کولو لپاره رغنده ګامونه اخیستي، چې په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړول یې ښې بېلګې دي.

د یادونې وړ ده، دا ښارګوټی دوه جلا فازونه لري، چې لومړی فاز یې په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې نن پرانیستل شو او د شفافې پروسې له لارې به راستنو شویو مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.