ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

متحده عربي اماراتو په رسمي ډول دوبۍ کې د اسلامي امارت د سرقونسل باورلیک ومانه

متحده عربي اماراتو په رسمي ډول دوبۍ کې د اسلامي امارت د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک ومانه.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوبۍ دفتر رییس ‏شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم د افغانستان د اسلامي امارت د جنرال قونسل په توګه د عبدالرحمن فدا باورلیک کاپي ‏ترلاسه کړه او نوموړی یې رسما د افغانستان اسلامي امارت د نوي جنرال قونسل په توګه ومانه.

شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم، عبدالرحمان فدا ته د نوې دندې د پیل مبارکي وویله ‏او ورته یې په چارو کې د پرمختګ او لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه‎.‎

نوموړي، د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د ژورو، متقابلو او رغنده ‏اړیکو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو په ‏برخو کې قوي او متقابل باور لرونکي ملګري دي‎.‎

په پای کې عبدالرحمن فدا د کوربه هېواد له خوا د تود هرکلي او د دې ‏مهمې دیپلوماتیکې لیدنې له امله مننه وکړه او وې ویل، دا لیدنه به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ‏د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخوالي او پیاوړتیا لپاره مهم ګام وي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د خپلو دندو د ترسره کولو ‏په ترڅ کې به د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د لا پراخو همکاریو، اعتماد او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو هڅې ‏جاري وساتي‎.‎