د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم د ابشار ولسوالۍ په یوه ولسي ناسته کې ویلي، چې د دې ولسوالۍ د سړک د جوړولو لپاره ۷۷ میلیونه او ۸۹۲ افغانۍ بودیجه منظور شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژه د محلي ادارې ژمنه ده، څو د ولایت د لرې پرتو سیمو تګ راتګ اسانه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژه د محلي ادارې له ژمنو څخه ده، څو د ولایت د لرې پرتو سیمو ته تګ او راتګ اسانه کړي.
حافظ محمد آغا حکیم له خلکو غوښتي، چې د تفرقې اچوونکو د هڅو پر وړاندې بیدار او هوښیار ووسئ.
نوموړي ویلي، چې اوسنی نظام د اسلام د دښمنانو پر وړاندې د ملت او شهیدانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی نظام دی.
ښاغلي حکیم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه لوري چې هر فرمان او حکم صادر کیږي د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه اخېستل شوی دی او موږ د دغه نظام پر منتقدینو غږ کوو چې که یو هم داسې مورد پیدا کړي، چې د شریعت خلاف وي، نو هغه دې ثابته کړي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت کوي، د هلاکت او عذاب لار غوره کوي او د پردیو د موخو لپاره د خلکو له احساساتو ناوړه استفاده کوي.
حافظ محمد آغا حکیم ویلي، د اسلامي نظام ساتنه د زرګونو ځوانانو او فدایيانو په لاس کې ده، چې چمتو دي خپل ژوند ورته قربان کړي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د پنجشیر د خلکو ستونزې د اسلامي امارت مشرانو په ځانکړې توګه عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) ته رسېدلي او د ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون جوړولو کار منظور شوی او همدارنګه د سړکونو د نښلولو پروژې له بدخشان، تخار او نورستان سره روانې دي او تر ۲۰۰ زیاتې پراختیایي پروژې د ولایت په کچه پر مخ روانې دي.
دغهراز د پنجشیر رهبرۍ ویلي، د ولسوالیو له خلکو سره نږدې اړیکې لري، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوري او خل لپاره یې ژر تر ژره هڅې کوي.
دوی زیاته کړې، د تقرقې او پروپاګند خپرونکو هڅې د دې ولایت د هوښیار او متحد ولس په منځ کې ځای نه لري.
قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې د شیخ مولوي هبتالله حفظهالله ورعاه په مشرۍ د اسلامي امارت له نظام سره د خپل دوامدار ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت کې دوی نن ورځ په ریښتینې مانا امنیت، ارامښت او هوسا ژوند تجربه کوي.
د علماوو د شورا رییس شيخ محمود شریفي، د اطاعت په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) چې د اطاعت ضروري واجب دی.
همداراز، د امر بالمعروف رییس مولوي مقبول احمد وقاص ټینګار کړی، چې د مشرتابه وروستی فرمان (حفظهالله ورعاه) به په جدي توګه پلي کړي او له خلکو یې غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

