بند امير ملي پارک کې سيلانيانو ته د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو او نویو پروګرامونو پلي کولو په موخه د کرنې او مالداري وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشري غونډه شوې.
په دې غونډه کې د کرنې سرپرست وزیر ویلي، چې له دې غونډې یې موخه د بند امیر په سیمه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړل او د سیلانیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول دي.
نوموړي زیاته کړې، بند امیر او شاوخوا یې یو لړ ستونزې لري، چې تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوي.
مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه منلې، چې د بندامیر شاوخوا سیمې زرغونې او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، چې په نیږدې راتلونکي کې به یې د جوړیدو چارې پیل شي.
همدارنګه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ویلي، بندامیر په خپل شهرت زرګونه سیلانیان رابلي، چې شاوخوا یې د ونو کېنولو او شنې ساحې درلودلو ته جدي اړتیا ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري او ګرځندوی مرستیال مولوی سعدالدین سعید د کرنې وزارت د دې وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا چې هره ورځ کورني او بهرني سیلانیان د بندامیر ملي پارک ته ورځي، نو اړینه ده چې د ستونزو حل لپاره یې غور وشي.
په لیدنه کې د دواړو وزارتونو سلاکارانو بند امیر د کار په موخه د ګډې کمیټې جوړولو په اړه پریګړې ته رسیدلي او رییسان یې مکلف کړي، ترڅو خپلې اړونده کړنې ترسره کړي.