د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدلي.
لیدنه کې، علماوو په هېواد کې اسلامي نظام ستر نعمت بللی او ویلي يي دي، چې تېرو دوو کلونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.
یادو مخورو، په دې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته ویلي، چې د ارګون سېلاب ځپلو ته لازمه رسیدنه نه ده شوې او همدا راز یې د زدهکړو، روغتیا او بیارغونې په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.
مولوي عبدالکبیر د دې ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره غمشریکي کړې او زیاته کړې یې ده، چې دې برخه کې یې اړوندو ادارو ته لازمه لارښوونه کړې ترڅو زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې وړاندیزونو ته د رسیدنې په موخه به یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.