ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د فلسطین د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ پراخ ولسي لاریونونه وشول

تېره ورځ، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د غبرګولي په ۹مه، د افغانستان په پلازمېنه کابل او د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې، د زرګونو کسانو په ګډون، د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د ملاتړ په موخه پراخ ولسي لاریونونه وشول.

یاد لاریونونه د فلسطینیانو له حقې مبارزې د ملاتړ، د صهیونیستي رژیم له جنایاتو د غندنې او د اسلامي نړۍ د چوپتیا پر وړاندې د اعتراض په موخه ترسره شول.

زرګونو کسانو پرون د جمعې لمانځه تر ادا کولو وروسته، د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیستي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر، ستره ولسي غونډه او لاریون وکړه.

ګډونوالو د «ژوندي دې وي فلسطین»، «مرګ پر اسرائیلو»، او «غزه وژغورئ» په څېر شعارونو سره د فلسطین د مسلمانانو، په ځانګړې توګه د غزې له مظلومو اوسېدونکو سره خواخوږي وښوده.

دوی د صهیونیستي رژیم دوامدارې بمبارۍ وغندلې او له نړیوالو، په ځانګړې توګه له اسلامي او عربي هېوادونو یې غوښتنه وکړه، چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي.

په غونډه او لاریون کې ګڼ شمېر علماوو، جهادي شخصیتونو او د مدني ټولنو استازو ویناوې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امت د بریا یوازنۍ لاره یووالی، د فلسطین له مظلومو مسلمانانو ملاتړ او د اسلامي ملتونو تر منځ ګډ درګ ته رسېدل دي.

 ویناوالو د اسلامي نړۍ له ولسونو وغوښتل، چې د اقصی دفاع خپل دیني مسولیت په توګه وبولي.

غونډه د اسرائیلي بیرغ د سوځولو او په (عربي او انګلیسي) ژبو د فلسطینیانو د ملاتړ په اړه لس ماده‌یز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده.

په پرېکړه‌لیک کې، د فلسطین په ځانګړې توګه د غزې په تړاو روانې نسل‌وژنې، د صهیونیستي رژیم وحشیانه بمباریو غندنه شوې، او له اسلامي هېوادونو، نړیوالو بنسټونو، او د بشري حقونو له ملاتړو غوښتل شوي، چې د اسرائیلي یرغل په وړاندې چوپ پاتې نه شي او خپل اسلامي او بشري مسوولیت ترسره کړي.

د راپورنو له مخې، ورته لاریونونه د کابل په بېلابېلو سیمو او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره شوې دي.

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۴ زره او ۲۴۹ فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۲۳ زره او ۴۹۲ ټپیان او زرګونه نور تر خاورو لاندې پاتې دي.