ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کور او ښار جوړولو وزارت مسولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزير شیخ حمدالله نعماني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې مو د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په یوه سیمه کې د یو باب دارالایتام جوړولو په موخه لس جریبه ځمکه ځانګړې او د بنسټ ډبره مو هم کېښوده، چې نورې چارې یې د یو خیریه بنسټ له خوا پر مخ وړل کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ سږکال به پراختیايي بودیجه د میدان ښار لپاره د ترمینل په جوړولو او د هېواد په کچه به په ساختماني چارو کې مصرف شي، چې په پلازمېنه او ولایتونو کې د ښارګوټو او تعمیراتو جوړولو په موخه ۱۶۰ بېلا بېلې ساحې توپوګرافي سروې شوي دي.

سرپرست وزير د نیله باغ یا چینایي پروژې په اړه ویلي، چې تر دې دمه یې لومړنۍ چارې شاوخوا ۱۰ سلنه ترسره شوي او له پرله پسې اړیکو او مخامخ ناستو وروسته اوسمهال د چینایانو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی او د یادې پروژې چارې پرمخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علی کریمي بامیاني ویلي، په افغانستان کې ۶۵۲ ښارګوټي شتون لري چې د دې جملې څخه ۳۵۰ ثبت شوي او د پاتې نورو د ثبت چارې روانې دي.

د یاد وزارت د کور د ساختماني چارو او د زونونو د پراختیا مرستیال مولوي روح الله احمدي ویلي، د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان مېنه کې قطري هستوګنیزه پروژه پیل شوې، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پر مخ تللي او لا یې هم رغنیزې چارې روانې دي.

د نوموړي په ونیا، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د مهاجر قشلاق سیمې خلکو ته د کور جوړولو په موخه د پلان او نقشې جوړولو وروسته هرې کورنۍ ته۷ بسوې ځمکه وېشل شوې.

ښاغلي احمدي زیاته کړې، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس هرات ولایت کې د قاضیانو لپاره د شاوخوا ۳۰۰ کورونو جوړولو په موخه پر لومړنیو چارو کار روان کړی دی.

مولوي روح الله احمدي ویلي، چې د هېواد په کچه د ۹۵۲ ودانیزو، بنسټیزو او رغنیزو پروژو او خصوصي او امارتي ملکیتونو قېمت معلوم شوی دی، چې په ټول هېواد کې د یاد وزارت اړوندو پروژو د ساتنې په موخه څارنه شوې.