ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېتانیا علما: د افغانستان په اړه بېرونۍ اوازې حقیقت نه لري

د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي له یو شمېر اسلامي علماوو سره چې له برېتانیا څخه افغانستان ته راغلي دي لیدنه کړې.

په لیدنه کې، د عدلیې وزارت سرپرست یادو علماوو ته ښه راغلاست ویلی او هغوي ته یې د اسلامي امارت نظام او د قانون جوړونې په برخه کې د یاد وزارت دندو، مسولیتونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

مولوي عبدالحکیم شرعي د یادو علماوو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د نړۍ ټول مسلمانان له یو بل سره ورونه دي او مسولیت لري چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ وکړي.

د برېتانیا علماوو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، هغه څه چې مو له افغانستان څخه بهر اوریدلي او هغه څه چې مو له نږدې لیدلي ډیر زیات توپیر لري.

 نوموړو ژمنه کړې، چې د افغانستان عیني واقعیتونه او هغه څه یې چې له نږدې لیدلي په بشپړې امانتدارۍ سره به يې بهر ته ولیږدوي.