ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست ښار په بریښنایي څراغونو روښانه شوی

د خوست ښاروالۍ له لوري د ښار روښانتیا په پار د شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د بريښنايي څراغونو پروژه پرانيستل شوې.

د خوست ښار مجاهد څلور لارې کې د بريښنايي څراغونو د پرانستې په مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

د خوست مرستیال والي ویلي؛ د خوست ښار روښانتیا لپاره د دې ولایت ښاروالۍ له لوري ۱۲۰ پايي بريښنايي څراغونه نصب شوي، چې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.

 نوموړي همدا راز ویلي؛ چې ولایتي اداره هڅه کوي، د خوست لپاره ډېر ژر په هغو پروژو باندې به کار پيل کړي، چې بوديجه یې منظور شوې ده.