د ملي پراختیا شرکت مسولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، ملي پراختیا شرکت د یو لوي دولتي شرکت په توګه د اوبو مدیریت، تولید، کرنه او د بندونو جوړولو په برخه کې فعالیت لري.
نوموړي زیاته کړې، هېواد کې تېر کال ۸۹ پروژې بېلابېلو برخو کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوي، چې جوماتونه، د فاتحې اخیستلو صالونونه، ورزشي جمنازیومونه، پوهنتونونو لپاره لیلیې، ښوونځیو لپاره کمپیوټر لبونه، کرونا ناروغۍ روغتونونه او د تخار ولایت نمک آب کانال پکې شامل دي.
د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ مرستیال ریاض الدین شریفي تېر کال د یاد شرکت لاسته راوړنې، سرپل د بلخاب ولسوالۍ ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج لپاره د لومړنیو ودانیزو چارو پیل، په میدان وردګو کې د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو پروسس او بسته بندۍ مارکېټ جوړول او د قوش تېپې او کمال خان بند کانالونو د کیندلو چارې بللي دي.
د نوموړي په وینا، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د غاصبینو له منګولو څخه شاوخوا ۲۶۷ جریبه ځمکې او ۱۶۱ پلورنځي راګرځول شوي.
ریاض الدین شریفي زیاته کړې، د قوش تېپې کانال لومړي فاز، د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو او د تورې بند د چارو بشپړولو په ګډون د هېواد په کچه د ۲۱ پروژو چارې پر مخ وړل د ۱۴۴۵ کال لپاره د ملي پراختیا شرکت له عمده پلانونو څخه دي.

