ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندونیزیا له افغانستان سره د اسلامي هنر، علمي څېړنو او کتابتونونو د پراختیا ژمنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالسټ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فرهنګي همکاریو پر پراختیا، د کتابتونونو تجهیز، د اسلامي هنر ترویج او د اندونیزیايي علماوو د اثارو ژباړې او خپرونې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي عزیزي له اندونیزیا سره د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ګډ فرهنګي ارزښتونه کولی شي د هوکړې، همکارۍ او متقابل درناوي بنسټونه لا پیاوړي کړي.

همدارنګه ښاغلي نندا ایوالسټ د اندونیزیا له لوري د افغانستان له فرهنګي میراث، هنري فعالیتونو او د کتابتونونو له ودې سره د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړې ده.