ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایت الله علي خامنه ای: ایران به هېڅکله د اسرائیلو بریدونو ته تسلیم نشي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای تېره ورځ چهارشنبه د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، “ایران به هیڅ کله د اسرائیلو بریدونو ته تسلیم نشي”.

نوموړي له اسرائیلو سره جګړې ته د “تپل شوې جګړې” نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي.

خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو ته، چې د ایران دبشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې ویلي، “هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس سره په ګواښونکې ژبه خبرې نه کوي، د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي”.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران او اسرائیلو په جګړه کې د امریکا هر ډول پوځي دخالت به “بې له شکه نه جبرانېدونکې پایلې ولري”.