ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو وزارت له بېلابېلو بنسټونو سره د څه باندې ۵۸۱ زرو ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کسانو د ملاتړ په موخه، له درېیو غیر دولتي بنسټونو سره د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

یاد هوکړه‌لیکونه، چې ټول ارزښت یې ۵۸۱ زره او ۵۷۲ امریکايي ډالر دی، د “ښځو لپاره د افغان ښځو پرمختیايي بنسټ”، “د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه‌ییز پرمختګ اداره” او “د روښانه لارې د روغتیايي او ټولنیزو خدماتو بنسټ” له خوا له کډوالو وزارت سره لاسلیک شوي دي.

د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، به یاد بنسټونه دغه بودیجه د روزنیزو پروګرامونو، د ظرفیت لوړونې مرکزونو جوړولو، وسایلو وېش، پوهاوي، اقتصادي ملاتړ، نقدي مرستو، د حجاب ګنډلو او مهره‌دوزۍ په برخو کې ولګوي.

تمه ده، چې دغه پروژې به په کابل، بلخ، کندوز، جوزجان، بغلان، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، بامیان، دایکنډي، غزني، کندهار او هرات ولایتونو کې پلي شي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو پروژو څخه به نږدې ۳۱ زره تنه بې‌ځایه شوي، راستنېدونکي، ځایي اوسېدونکي او ۵۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ ګټه واخلي.