ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاالله عمري د روسیې د کرنې وزارت له مرستیال سره په سن‌پیټرزبورګ کې لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون لپاره د یو لوړ پوړي پلاوي مشري کوي، د روسیې د کرنې وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

همداراز، د کرنیزو محصولاتو لکه غنمو او خوراکي تېلو د صادراتو او وارداتو، د اوبولګولو سیستمونو د اصلاح او په دغه برخه کې د نویو ټکنالوژیو د کارونې اړوند موضوعات هم څېړل شوي دي.

دواړو لوریو د صادراتو او وارداتو لپاره د بدیلو او نږدې لارو پر موندلو هم خبرې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

یاد سفر د افغانستان د کرنې سکتور د ظرفیتونو د معرفي، او په کرنه او مالدارۍ کې د نویو پانګونو د جلب لپاره مهم فرصت بلل شوی، چې کولای شي د هېواد په اقتصادي پراختیا او د خوړو په برخه کې د ځان‌بساینې لپاره مثبت اغېز ولري.

د یادونې وړه ده، چې په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو چارواکي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین او ځیني سوداګر او پانګوال شامل دي.