د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې یې تر دې دمه معلولینو، یتیمانو او کونډو ته ۱.۵ میلیارده افغانۍ ورکړې دي.
نوموړی زیاتوي، چې دا پروسه په ټول هېواد کې له لوی اختر وړاندې پیل شوې او لا هم دوام لري.
د ښاغلي فیصل په خبره، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د زیانمنو لپاره په بودیجه کې ۱۲ میلیارده افغانۍ هم ځانګړې شوې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند وايي، چې له دې وزارت سره له ۶۰۰ زره ډېر معلولین، کونډې او یتیمان ثبت دي او په پوره روڼتیا مرستې ورسره کېږي.
یو شمېر معلولینو له یادو مرستو مننه کړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له چارواکو یې د دې پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

