د افغانستان علومو اکاډمي ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د افغانستان علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ علومو اکاډمي د هېواد په سطحه تر ټولو لوړه تحقیقي سرچینه ده، چې معنوي جوړښت او ظرفیت پکې لوړیږي.
د افغانستان علومو اکاډمي منشي څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي ویلي، چې د یادې ادارې عمومي موخه د بشري، طبي، تخنیکي او اسلامي علومو په برخه کې علمي څېړنه کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال د افغانستان علومو اکاډمي په بېلابېلو برخو کې ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې کړې او روان کال پر۱۶۷ علمي څېړنیزو پروژو کار کوي.
د دوکتور رفیع الله نیازي په وینا تېر کال د علومو په بېلابېلو برخو کې ۸۳ علمي-څېړنيز کنفراسونه جوړ شوي، په ملي سطحه ۶ علمي-څېړنيز سيمینارونه دایر شوي او د علومو په بېلا بېلو برخو کې ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ شوي دي.
د افغانستان علومو اکاډمي منشي ویلي؛ د اریانا، کابل، خراسان، افغانستان، باستانشناسی، تبیان، طبیعت، کوشانیان، پښتو او د سيمه ییزو مطالعاتو مجلو ۳۶ ګڼې چاپ شوي، چې په بېلابېلو علمي برخو کې ۲۴۸ علمي-څېړنيزې مقالې لري.
څېړنوال نیازي تېر کال د افغانستان علومو اکاډمي ترسره شوي فعالیتونه د افغانستان د ژباړې ملي مرکز رامنځته کول، له ۳۶ علمي او فرهنګي مرکزونو او کتابتونونو سره د دوه زره او ۴۰۷ ټوکه کتابونو او ۶۰۸ علمي مجلو مرسته، د علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته د قرآن کريم د ترجمې او تفسير پروګرام بشپړول او د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې ميتودولوژي له کورس څخه د ۲۱ تنه هېوادوالو فارغېدل یاد کړي دي.
څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي د ۱۴۰۲ کال لپاره د علومو اکاډمي له عمده پلانونو څخه د ۵۰ علمي-څېړنيزو اثارو، ۳۶ علمي-څېړنيزو مجلو او ۵۰۰ ټوکه اريانا ادبي دايرة المعارف چاپول، د ۶ علمي-څېړنيزو سيمینارونو دایرول، د بېلابېلو پلانونو جوړول، له بېلابېلو ژبو څخه د اړتيا وړ ۳۰ اثارو ژباړل، د علومو اکاډمي د کتابتون ډيجيټل کول، د بانکوالي د معاصرو مسایلو څېړنه او پر ۱۷۰ علمي- څېړنيزو پروژو کار پیلول بللي دي.