د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د اسیایي سامبو کنفدراسیون مرستیال او د منځنۍ اسیا د سامبو اتحادیې رییس عليشیر علیموف سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزش ادارې د لاستهراوړنو او فعالیتونو یادونه کړې او د کورش ملي فدراسیون یې په افغانستان کې له خورا مشهورو ورزشي څانګو څخه یاد کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ورزشي رشته نه یوازې دا چې ډېر مینهوال لري، بلکې په ملي کچه یې د پام وړ لاستهراوړنې هم درلودلې دي.
له بلې خوا، عليشیر علیموف د افغانستان د کورش ملي فدراسیون فعالیتونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د سامبو کورش اسیایي کنفدراسیون به له دې فدراسیون سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په دې ناسته کې د یادې ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د ورزشي چارو سلاکار قاري حیاتالله رحماني، د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي او د کورش ملي فدراسیون رییس احمد ضیا دشتي هم شتون درلود.
د لیدنې په پای کې ښاغلي وثیق د اسیایي سامبو کنفدراسیون له دوامداره همکاریو او د اوزبیکستان له ملاتړ څخه مننه کړې ده.
یادونې وړ ده، چې ښاغلي علیموف د اسیا سامبو کنفدراسیون په استازیتوب د سامبو رسمي سمبول ښاغلي وثیق ته ډالۍ کړی دی.

