ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له لوړ کیفیت لرونکو کورني تولیداتو څخه ملاتړ د هر افغان دنده ده

د رياست الوزرا دفتر د شفاهي هدايت له مخې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري د اړوند امارتي ادارو او درملو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې درملو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې استازو د درملو د تولید په برخه کې په خامو موادو د ګمرکي تعرفو زياتوالي او په افغانستان کې د فعاليت کوونکو روغتيايي موسسو له لورې له بهر څخه د درملو وارداتو د مخنيوي په برخه کې د همکارۍ او د داخلي روغتيايي توليداتو د ملاتړ غوښتنه کړې.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رییس مولوي محمد اسحق اخندزاده د داخلي توليداتو ملاتړ د ټولو افغانانو ملي مسولیت بللی او ویلي يي دي، چې کورنۍ کارخونې باید په خپلو تولیداتو کې کیفیت په نظر کې ولري.

نوموړي بېلابېلو امارتي ارګانونو استازو ته دنده سپارلې، ترڅو د يادو ستونزو د دايمي حل لپاره خپلمنځي ناستې وکړي او خپل نظريات دې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست سره شريک کړي. ترڅو يې د رياست الوزرا دفتر ته د‌ منظورۍ په موخه وړاندې کړي.