د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي داتو اعظم او مل پلاوي د لوړو زده کړو له وزیر شیخ نداء محمد ندیم سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې ښاغلي ندیم، نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د لوړو زده کړو په تحصیلي برخه کې د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په اړه معلومات ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته، په هېواد کې د علمي او تحصیلي برخې پرمختګ تر څنګ، د فوق لېسانس نوې برنامې رامنځته او د زېربنایي پروژو په برخه کې هم د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.
دغهراز نوموړي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د علمي، اکاډمیکو او تحقیقې همکاریو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.
د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي داتو اعظم په خپلو خبرو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او بیارغونې، چې د جهاد په برکت خلکو تر لاسه کړې، هر کلی کړی او د افغانستان او مالیزیا تر منځ یې د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شتون خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د مالیزیا یو پلاوی د دغه پوهنتون د لیدنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
همدارنګه دواړو لوریو د علمي اړیکو د لا پراخېدو، هوکړهلیکونو د تبادلې او دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه نظرونه شریک کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هر وخت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو علمي اړیکو د پراختیا په موخه لیدنې ترسره کوي، چې تر دې دمه یې مثبتې پایلې تر لاسه کړې دي.

