د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازې له مرستیال سره لیدنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال دانیل انډریس سره تعارفي لیدنه کړې.
په لیدنه کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي دستیار فدی ال میوچي هم حضور درلود.
دانیل انډریس په افغانستان کې د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او همکاریو په محراق کې قرار لري.
نوموړي زیاته کړې، اړینه ده چې موږ له افغانانو سره د بشري مرستو د تنظیم، اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت سره له نږدې اړیکې، همغږي او همکاري ولرو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي؛ افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي شرایطو بدلون او وچکالۍ سخت زیانمن کړی دی.
نوموړي په هیواد کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې زیاته کړې، د طبیعي افاتو راتګ له اقلیمي شرایطو سره تړاو لري هیله لرم په دې برخه کې هم یو له بل سره نږدې همکار واوسو.
ښاغلي دانیل انډریس ویلي، تر اوسه مو د مرستو رسولو په برخه کې چارې ښې مخته تللي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي يي دي، مخکې هم د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده وه، هیله لرم ستاسې په راتګ سره به دغه همغږي او هماهنګي لا پیاوړې شي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو بشردوستانه موسسو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، هغه مرستې چې د روغتیا او ښوونې او روزنې په څېر نورو برخو کې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو له لورې ترسره کیږي موږ یې هرکلی کوو، ځکه افغانستان د انکشافي او بشري ستونزو د حل په برخه کې لازیاتو مرستو ته اړتیا لري.
په کابل کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر ویلي، چې د دوی اداره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وچکالۍ ځپلو سیمو کې ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم موږ په ځینو برخو کې خپلې ارزونې ترسره کړي دي، خو که اسلامي امارت اړوند ادارې د وچکالۍ ځپلو سیمو په برخه کې خپل وړاندیزونه زموږ سره شریک کړي په راتلونکي کې به پرې د شریک پلان مطابق کار وکړو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، موږ د چاپېریال ساتنې ادارې ته دنده ورکړې چې د مخکې په پرتله لازیاته فعاله او د چاپېریال ساتنې په برخه کې نور اغېزمن کار وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو کې ویلي؛ اسلامي امارت د نړۍ ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دی، موږ غواړو افغانستان پر امنه او د نړیوالې ټولنې مثبت او سولهییز غړی هیواد واوسي او هیڅ چا ته هم د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په ګډون د نړۍ د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.