ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر: د سالنګونو لویې لارې پلان شوې برخې باید په موثر ډول ورغول شي

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د سالنګونو لویې لارې د رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې.

 ملا محمد عیسی ثاني په دغه سفر کې د ۱۶ مې ګالرۍ له کاری بهیر، د تونل له رغنیزو چارو او د دغې لارې د سالنګونو د ساتنې او څارنې او د قرار دادي شرکتونو له کرش پلانټونو، کانکریټ پلانټ او د ساختماني مواد له تولید څخه څارنه کړې.

د ټولگټو چارو سرپرست په دې سفر کې د سالنګونو ریاست مسولینو او د شرکت له مسولینو سره ګډو ناستو په ترڅ کې مسولینو ته د پروژو د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پلان مطابق د دغې پروژې د کار د بشپړولو په موخه لازمې لارښوونې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سالنګونو لویه لار چې د هېواد یوه له صعب العبور لویو لاروڅخه ده، نو د ژمي موسم له را رسېدو وړاندې باید د دغې پروژې د پلان شویو برخو کار بشپړ شي.

 د سیمې خلک او مسافر د سالنګونو لویې لارې د کاري بهیر په پیلېدو خوښ دي او د ټولګټو وزارت څخه د پروژې د کار د څارنې اوغوره کیفیت غوښتنه کوي.

 د سالنګونو لویه لار یوه مهمه ټرانزیټي او اقتصادي لویه لار ده، چې د هېواد په ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلوي.