ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخیل ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې مسولينو افغانانو ته نه، بلکې بهرنيانو، اشغالګرو او خپلو بادارانو ته حساب ورکوه خو نن د اسلامي امارت مسولين افغان ملت ته د خپلو کړنو حساب ورکوي.

د یاد وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي؛ چې په تېر کال په ټوله کې لس زره او  ۸۷۵ شکایتونه وزارت ته رسېدلي، چې له دې جملې څخه اووه زره او ۹۱۵ شکایتونو ته رسېدنه شوې، یو زر او ۶۶۹ تر څارنې لاندې دي او ۶۰۵ نور چې له طرزالعمل سره برابر نه وو محکمو او نورو اړوندو ارګانونو ته راجع شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پنځه کلن ستراتېژیک پلان، فکري اصلاح، له ادارې فساد سره د مبارزې او شکایتونو ته د رسېدو طرزالعمل په ګډون د نهه تقنیني او اصولي سندونو طرحې او مسودې ترتیب او د قانوني پړاوونو بشپړولو لپاره عدلیې وزارت ته لېږل شوي دي.

مسولینو د دې وزارت تېر کال فعالیتونو څخه د محتسبینو د علمي او دیني زده کړو د کچې لوړول، د جمعي اطلاعاتي وسایلو له لارې د امربالمعروف او نهې عن المنکر په اړه د خلکو ذهنونه روښانول، ولایتي مسؤلینو ته له خلکو سره د ښه چلند په موخه، د وزارت د رهبرۍ سفرونه او د کابل ښار بېلابېلو برخو کې د ۴۰۰ لوډسپېکرونو لګولو یادونه کړې.

ښاغلي عاکف د ۱۴۰۲ کال لپاره د یاد وزارت لپاره عمده پلانونه؛ د تقنیني او اصولي سندونو د چارو پر مخ وړل، نظامي قطعاتو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی، د محتسبینو وړتیا لوړول، شکایتونو ته په ښه ډول رسېدنه او د خلکو فکري اصلاح یاد کړي.