ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه پخپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل.

ملا عبدالغني برادر اخوند په پيل کې د عزیزي ګروپ لوی رییس میرویس عزیزي او د هغه تخنیکي ټیم ته ښه راغلاست ویلی او په هېواد کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې یې د عزیزي انرژۍ شرکت د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی کړی دی.

نوموړي ښاغلي عزیزي ته د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې او کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

میرویس عزیزي ویلي، چې له لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته اوس‌مهال د هېواد د ابادۍ ښه فرصت برابر شوی دی او له همدې فرصت څخه یې په ګټه اخیستلو په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه پيل کړې، چې له مخې به یې د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او زیات شمېر هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ښاغلي عزیزي د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې، چې په اړوند برخو کې یې پوره همکاري ورسره کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د یادې پانګونې او پروژو د ښه تطبیق په موخه به د اړوند وزارتونو له مسولینو سره وخت پر وخت لیدنې کوي.

نوموړي چمتووالی ښودلی، چې په کابل کې به د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو د برابر روغتون چارې هم په نږدې وخت کې پيل کړي.