د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سهشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه یوشمېر وړاندیزونه وړاندې او له بحث وروسته تایید شول.
د دې وړاندیزونو له مخې به د مالیې، کورنیو چارو او نور ښکېل وزارتونه او ادارې په شیرخان بندر کې اړینې زېربناوې رامنځته او شته زیربناوو ته به پراختیا ورکړي. همداراز به له تاجکستان سره په همغږۍ د دغه بندر په کاري ساعتونو کې زیاتوالی راولي، څو زیات شمېر ترانسپورټي موټرو ته د تګ راتګ زمینه برابره شي.
یاد معاونیت زیاته کړې؛ چې همدا ډول مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، څو په شیرخان بندر کې د ګمرک، ګودامونو، تخلیې او بارګیرۍ خدماتو د وړاندې کولو په موخه د لوجستیکي مرکز د جوړولو په موخه بودیجه ځانګړې او دغه مرکز جوړ کړي.
دغهراز په غونډه کې ټولګټو وزارت ته هم لارښوونه وشوه، څو د کټای دهلیز د فعالولو لپاره، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په واسطه د ایران – افغانستان – تاجکستان او قرغزستان ترمنځ رامنځته شوی، د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ ریلي تاسیسات جوړ کړي.
همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه څو امارتي شرکتونه خپله داغمه اوسپنه ملي پراختیا شرکت ته وسپاري او دغه شرکت یې د پروسس له لارې تولید کېدونکی په معیارونو برابر ګول سیخ په لویو امارتي پروژو کې وکاروي. په غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ د ازمایښت طریقې هم تایید شوې. دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو او الکتریک، کیمیا او پلاستیک، روغتیايي سامانالاتو او یوشمېر نورو برخو اړوند دي، چې د هېواد اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته اړینې لارښوونې وشوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په وینا؛ پورته پرېکړې د ورستۍ پرېکړې نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله دفتر ته واستول شوې.

