د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هـ ق کال د بېلابېلو وزارتونو لاستهراوړنې د دیني او فرهنګي ارزښتونو د ترویج، عدالت او قانون په اوونۍ کې د سترې محکمې او د ارشاد، حج او اوقاف، عدلیې، امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو، اطلاعاتو او کلتور، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سترې محکمې مهمې لاسته راوړنې
الف: د محکمو د تشکيل په برخه کې
اوس مهال په ټول هېواد کې د ځمکو د غصب د مخنیوي ۴ ځانګړې محکمې، په کابل کې د نشهیي توکو اړوندو قضیو لپاره ځانګړې ابتدائیه محکمه، ۶ استیناف (مرافعه) نظامي محکمې، ۸ ابتدائیه نظامي محکمې او د استیناف او تمیز په محکمو کې د نظامي منسوبینو ځانګړی دیوان فعالیت لري.
همدارنګه، د دولتي کارکوونکو د تقاعدي حقونو د قضیو محکمه، د اداري فساد قضیو ته د رسېدنې محکمه او د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د ارزونې نظامي محکمه هم رامنځته شوې او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. سربېره پر دې، د تېرې ادارې د نه تطبیق شویو پرېکړو د ارزونې ځانګړې محکمې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې فعالې دي او د خلکو ګڼو ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.
د قضیو د چټکې څېړنې لپاره ابتدائیه محکمې مکلفې شوې دي چې دوسیې تر یو نیم میاشتې، او مرافعه او تمیز محکمې تر یوې میاشتې پورې فیصله کړي. د دې حکم عملي کېدو د قضیو د څېړنې بهیر ګړندی کړی او د خلکو رضایت یې زیات کړی دی.
ب: د قضیو د څېړنې او فیصلې په برخه کې
د راټولو شویو شمېرو له مخې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په ابتدائیه، مرافعه، تمیز او ځانګړو محکمو کې ټولټال ۲۶۲ زره او ۹۳۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۶ زره او ۴۳۱ قضایي او اداري موضوعاتو ته، چې جزایي، مدني، سوداګریزې، کورنۍ او شکایتونه پکې شامل دي، رسېدنه کړې او د بېلابېلو ادارو له لوري د استول شویو ۶۷ استفتاوو په اړه یې د شریعت او حنفي فقهې پر بنسټ شرعي ځوابونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه، قضیو ته ، د رسېدنې د بهیر د چټکتیا او د خلکو د رضایت د زیاتوالي په موخه، ۷۱ زره او ۶۷۴ حقوقي دعوې د سولې او ابراء له لارې حل او فصل شوې دي، چې د شخړو په سولهییز حل کې یې مهم رول لوبولی دی.
ج: د وثایقو په برخه کې:
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د محکمو له خوا صادر شوي ۱۶۰ زره او ۳۴۶ بیلا بېل شرعي وثایق اجراء او په اړونده ډیټابېس کې ثبت شوي دي. همدارنګه د نشه یې توکو د مخنیوی او له هغوی سره د مبارزې په برخه کې ۱۷ زره او ۶۴۲ قضایاو ته رسېدنه کړې ده.
د دې ترڅنګ کار اهل کار ته د سپارلو او د قضايي چارو د لا ښه والي په موخه د ۱۷۲۰ علماء کرامو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې اوسمهال د یادو ګډون کوونکو علماء کرامو له جملې څخه بریالي شوي علماء کرام د سترې محکمې اړوند د قضايي تعلیماتو په ریاست کې په قضايي زده کړو بوخت دي.
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د کوچني اختر په مناسبت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم له مخې، ۹ زره او ۳ بندیان خوشې شوي یا یې د بند موده کمه شوې ده.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د جوماتونو په برخه کې
د وزارت په پلان کې د ۱۴۷ جوماتونو جوړول او د ۴۴ جوماتونو ترمیم او بیارغونه شامله وه، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د ۴۴ جوماتونو د جوړولو او د ۲۸ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د ۱۰۳ نورو جوماتونو د جوړولو او د ۱۶ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي.
ب: د حج او عمرې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۰ زره حاجیانو ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، د ۱۰۸ عمره ترسره کوونکو شرکتونو ته د فعالیت جوازونو له ورکړې وروسته، ۷۹ زره او ۳۷ عمره کوونکي سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.
ج: د فتوا په برخه کې
په یاد کال کې د حنفي فقهې د اصولو او قواعدو پر بنسټ، د بېلابېلو شرعي موضوعاتو په اړه ۲۲۸ لیکلې فتواوې او ۴۰۰ شفاهي فتواوې او شرعي مشورې صادرې شوې دي.
د: د ښوونې او روزنې په برخه کې
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د هېواد په ۴۱۱ نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر روزنیزې دورې دایر کړي دي. همدارنګه، په همدې موده کې د ورځنیو اړتیاوو له مخې د دیني او ټولنیزو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۵۲ د جمعې خطبې د دغه وزارت له لوري ترتیب او د خطیبانو له لارې خلکو ته وړاندې شوې دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د عدلیې وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د تقنیني اسنادو په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۱۳۷ تقنیني اسناد طرحه، تسوید، تدقیق، فقهي تخریج او هر اړخیزه ارزونه شوې ده. همدارنګه، د رسمي جریدو له لارې ۲۴ عنوانه تقنیني اسناد، چې قوانین، اصولنامې، فرمانونه، طرزالعملونه او ضمیمې پکې شاملې دي، چاپ، خپاره او وېشل شوي دي.
په همدې موده کې د ۳۱ میثاقونو، پروتوکولونو، مسودو، معاهدو، هوکړهلیکونو، تفاهملیکونو او نړیوالو قراردادونو په اړه حقوقي نظر وړاندې شوی دی.
د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د قانون جوړونې د بهیر د ښه والي لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه ۳۰ زره جلده فرمانونه، احکام او لارښوونې، او همدارنګه ۴۰۰ زره جلده د قوانینو ټولګه چاپ، خپره او وېشل شوې ده.
ب: د اسلامي امارت د حقوقو او ګټو د دفاع په برخه کې:
د عدلیې وزارت د امارتي او عامه شتمنیو د ساتنې په موخه، په محکمو کې د اسلامي امارت په استازیتوب له دغو شتمنیو څخه دفاع کړې ده. د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د عدلیې وزارت د امارت قضایاوو ادارې، چې د عامه شتمنیو د دفاع مسئولیت پر غاړه لري، د خپلو پرلهپسې هڅو په پایله کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
یادې ادارې د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو اړوند له ۶ زرو څخه زیاتو قضیو کې د اسلامي امارت له حقوقو دفاع کړې، چې په پایله کې یې له ۴۴ زره جریبه زیاته ځمکه، ۱۷۱ دوکانونه، ۸ ودانۍ، له یو میلیارد او ۵۶ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ او له ۳.۳ میلیونو څخه زیات امریکایي ډالر د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي دي.
ج: د جوازونو په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۴۷ د مدافع وکیلانو ته جوازونه ورکړل شوي او ۱۸۵۵ جوازونه تمدید شوي دي. همدارنګه، په مرکز کې پر ۸۳۰ او په زونونو کې پر ۵۳۰ وکالتخونو څارنه شوې، چې په پایله کې یې ۹۲ وکالتخونې تړل شوې او د مدافع وکیلانو ۱۶۴ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
په همدې موده کې د مدافع وکالت د ۱۲۵۰ غوښتونکو لپاره د شاملېدو دوه ازموینې هم ترسره شوې دي.
سربېره پر دې، ۷۰۴۹ د معاملاتو د رهنماګانو جوازونه، ۲۶۰ د ټولنو جوازونه، ۴۰۰۸ د عریضه لیکونکو جوازونه او ۳۱ د رسمي اسنادو د ژباړې جوازونه هم نوي شوي دي.
ج: د حقوقي خدمتونو او مرستو په برخه کې
بېوزلو مظنونینو او متهمینو ته د وړیا حقوقي مرستو او حقوقي مشورو وړاندې کول د عدلیې وزارت له مهمو دندو څخه دي. دغه وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۴۳۲۰ مرتبې د بېوزلو متهمینو دوسیې تعقیب کړې او د هغوی د حقوقو د دفاع په موخه یې د محکمو په ۱۹۴۸ قضایي غونډو کې ګډون کړی دی.
سربېره پر دې، دغه وزارت ۱۸۹۶ هېوادوالو ته، چې ښځې او نارینه دواړه په کې شامل دي، د جزایي او مدني قضیو په اړه وړیا حقوقي مشورې هم وړاندې کړې دي.
همدارنګه، دغه وزارت په ټول هېواد کې په ښوونځیو، مدرسو، زندانونو او ټولنیزو ځایونو کې د ۱۹۷۹ حقوقي عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو سره شاوخوا ۶۳۰ زره هېوادوالو، چې نارینه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د فرمانونو، د اسلامي روحیې پر بنسټ د ماشومانو د روزنې، د مظنونینو او متهمینو د حقوقو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او نورو مهمو حقوقي او شرعي موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته راوړنې
الف: د ځمکو د تثبیت او استرداد په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په ټول هېواد کې له ۲ میلیونه او ۴۴ زره جریبه څخه زیاتې امارتي او وقفي غصب شوې ځمکې تثبیت شوې دي. همدارنګه، په همدې کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لارې د ۹۴۹ زره او ۶۶۴ جریبه امارتي او وقفي غصب شویو ځمکو په اړه ۲۷۶ د استرداد پرېکړې صادرې شوې دي.
همدارنګه، د ۳۳ ښارګوټو په اړه د استرداد پرېکړې صادرې شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د قانون د ۱۷مې مادې له مخې، دغه موضوعات د نورو قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د امارتي، عامه څړځایونو او وقفي غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړو محکمو ته راجع شوي دي. سربېره پر دې، د متصرفینو د نه قناعت له امله د ځمکو د غصب ۱۱۹ نورې قضیې هم ځانګړو محکمو ته سپارل شوې دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د معروف د اقامې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د نېکیو د دودولو، له بدیو څخه د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه، په ټول هېواد کې په هوټلونو، د ودونو په تالارونو، تفریحي ځایونو، ټولنیزو مرکزونو، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو، جوماتونو، امارتي او غیر امارتي ادارو او نظامي مرکزونو کې په دوامداره توګه اصلاحي ویناوې وړاندې او اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.
همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د احکامو د تطبیق او د ناسمـو او ناپسندو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه، په ټول هېواد کې له ۱۰ زرو څخه زیاتې د عامه پوهاوي غونډې او ناستې ترسره شوې دي.
ب: د خرافاتو د مخنیوي په برخه کې:
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت او د خرافاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د هېواد په کچه ټولټال ۱۶۴۹ جادوګر چې ۳۸۸ تنه یې د ولایتونو په مرکزونو او ۱۲۶۱ تنه نور یې د ولسوالیو او کلیو په کچه فعالیت درلود، نیول شوي دي.
ج: د ښځو د شرعي حقونو په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د شرعي حقونو ۳۲۹۴ قضیو ته رسېدنه شوې، ۱۳۶۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې او د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۸۹۶ شخړې او دښمنۍ حل او فصل شوې دي.
د: د شکایتونو د اورېدو په برخه کې
په همدې کال کې، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کې ټولټال ۱۰ زره شکایتونه ثبت شوي، چې له ۶ زرو څخه ډېر شکایتونه حل شوي دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د ګرځندوی او فرهنګي ـ تاریخي آثارو په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، ۱۰ زره بهرنیو وګړو او شاوخوا ۸ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
په همدې موده کې، ۸۰۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، د ۶۰۰ شرکتونو جوازونه تمدید شوي او د ۸۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. همدارنګه، په کابل کې د ۱۹۵۸ او په ولایتونو کې د ۸۵۵ نورو سیاحتي او زیارتي شرکتونو پر فعالیتونو دوامداره څارنه شوې ده.
ب: د تاریخي آثارو د مرمت او ساتنې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د کابل، هلمند، کندهار، بامیان، کونړ، غزني، پکتیا، پکتیکا، لغمان، جوزجان، سمنګان او بلخ ولایتونو ۳۲ تاریخي ابدې ترمیم او مرمت شوې دي.
همدارنګه، د کابل، لوګر، پروان، بغلان، پکتیا، فراه او فاریاب ولایتونو ۴۴ لرغونې سیمې تثبیت او په ډیټابېس کې ثبت شوې دي. په همدې موده کې، د مرکزي لابراتوار له لارې ۲۰۲ منقول لرغوني آثار هم ترمیم او مرمت شوي دي.
سربېره پر دې، ۱۶۹۵ لرغوني آثار مرکزي او ولایتي موزیمونو ته لېږدول شوي، ۱۱۸۰ تاریخي آثار په ملي موزیم او ۸۱۵ نور آثار د لوګر، غزني، هرات او بادغیس په موزیمونو کې ترمیم او مرمت شوي دي.
همدارنګه، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۳۴ تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
ج: د شعر او ترانې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې ۵ سترې مشاعرې ترسره شوې او د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې شاعرانو او ترانهویونکو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.
په همدې موده کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ټولټال ۲۰۰ نوې ترانې ثبت شوې دي.
د: رسنیزه برخه:
د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ترویج په موخه له رسنیو سره ګڼې غونډې ترسره شوې دي. په دې موده کې ۱۶ راډیوګانو، ۱ وېبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ فرهنګي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
همدارنګه، د ۲ تلویزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ فرهنګي بنسټونو د فعالیت جوازونه هم تمدید شوي دي.
هـ: د کتابونو په برخه کې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو په پایله کې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د دولتي فعالو کتابتونونو شمېر ۱۱۴ ته رسېدلی دی.
په همدې موده کې، د ۴۰ خصوصي کتابتونونو څارنه شوې او ۹۲۹ جلده هغه کتابونه چې له معیارونو او اصولو سره په ټکر کې وو، له خصوصي کتابتونونو څخه راټول شوي دي.
همدارنګه، د کتابونو د ارزونې کمېسیون د ۳۷۰ بېلابېلو کتابونو ترڅنګ، ۱۵ زره او ۵۲۵ جلده وارداتي او صادراتي کتابونه هم ارزولي دي.
سربېره پردې، د لیکوالانو د حقوقو د خونديتوب په موخه، د ۷۰۰ جلده کتابونو په تړاو اړین اقدامات هم ترسره شوي دي.
و: د فرهنګي هویت د ساتنې په برخه کې
د سپېڅلو ځایونو، سړکونو او څلورلارو د نومولو کمېسیون د هېواد په کچه د ۳۰ څلورلارو، ۱۹ سړکونو، ۳ دوهلارو، ۱ درېلارې او ۱۳ عامه ځایونو نومونه ټاکلي دي.
همدارنګه، د کلمو او اصطلاحاتو د سمې کارونې په موخه، په ټول هېواد کې ۳ زره او ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې ارزول شوې، ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې چې له اصولو سره په ټکر کې وې، اصلاح شوې او د ۲۷۵ بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو لپاره په ملي ژبو مناسب معادلونه ټاکل شوي دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د شخړو د حل په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې ۴۳۲ شخړې حل او فصل شوې دي، چې له دې ډلې ۹۹ سترې او ۳۳۳ کوچنۍ شخړې وې.
ب: د ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې
د قومونو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا، د ټولنیز ثبات د تأمین او د اسلامي ورورولۍ د روحیې د غښتلتیا په موخه، د ولایتونو په کچه ۳۳ سترې قومي غونډې او د ولسوالیو په کچه ۴۲۶ ولسي غونډې ترسره شوې دي.

