دوه کاله وړاندې د محرم الحرام میاشتې په ۷ چې د اسد میاشتې له ۲۴ مې سره سمون خوري د اسلامي امارت د مجاهدو ځواکونو لخوا د ۳۲ ولایتونو له پرلپسې تصرف وروسته د کابل ښار هم فتح شو.
د کابل د فتحې د دوهمې کلیزې په رارسېدو سره ټول مومن او مجاهد ولس ته مبارکي وایو او له الله تعالی څخه ورته د جهاد د بریا او عظیمې فتحې د شکر اداء کولو توفیق غواړو.
د اشغال په وړاندې زموږ د مومن ولس د ۲۰ کلن جهاد بریا او سرتاسري فتحه هغه واقعیت دی، چې نه یوازې افغان ولس بلکې ټول اسلامي امت ته د ویاړ، فتحې او سرلوړۍ احساس ورکوي او په الهي نصرت یې باور نور هم ټینګوي.
افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپل دین، هېواد او ازادۍ لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، چې د دغو سترو قربانیو او سرښندنو په نتيجه کې د یو سوچه اسلامي نظام برقراري زموږ د مجاهد ولس لوی ارمان و، چې الحمد لله پوره شو.
اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د واقعي نماینده نظام په توګه د الله تعالی په نصرت او د مجاهد ملت په حمایت سره توانیدلی، چې د جهاد یو خورا ستړی او ستر بهیر په بریا سره سرته ورسوي او د یو سوچه اسلامي نظام د قیام او استحکام لپاره زمینه مساعده کړې.
اوس چې الحمدلله په هېواد کې سرتاسري امنیت برقراره شوی، د هېواد ټول قلمرو تر واحد قیادت لاندې اداره کېږي، اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي دا ټول زموږ د مېړني ولس د قربانیو نتېجه او د مجاهدینو د سرښندنو محصول دی.
د کابل فتحې یو ځل بیا ثابته کړه، چې هیڅوک نشي کولای د پردیو د مټو په زور افغان ویاړلی او مجاهد ملت اېل او خپله بقا تضمین کړي.
همدارنګه دې ورځې واضحه کړه، چې دلته د اشغالګرو ټولې هڅې په شکست باندې محکومې دي او هیڅ یرغلګر ځواک نشي کولای د خپلو وسلو او دسیسو په زور د افغان مجاهد ملت اراده ماته او د خپلې خوښې لاسپوڅی نظام ورباندې تحمیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت مشران ژمن دي، تر هغو چې ژوند او امکان وي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د خپل ملت خدمت کوي، د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره به کار کوي او بیا به نه پرېږدي چې کوم متجاوز زموږ د خاورې ازادۍ او استقلال ته ګواښ متوجه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت

