د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي له استازو سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې د یاد وزارت په کاري استقامتونو، د تېر کال پر لاسته راوړنو، د شخړو پر حل او ځینو نورو مهو موضوعاتو بحث شوی.
له یونما څخه راغلي پلاوي په هېواد کې د خلکو تر منځ د شخړو د علتونو، د سرحدي پلتنې او کوچیانو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې.
د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي عابد ویلي؛ افغانستان د تېرې جګړې د اور له کبله ډېر کړېدلی دی او دې جګړې له کبله بیلابیلې ستونزې، شخړې او دښمنۍ را منځته شوې دي، د اسلامي امارت په راتګ سره موږ یاد مخالفتونه، شخړې او بدۍ د ولسي خلکو او قومي مشرانو په ملاتړ حل کړې دي او د یووالي د را منځته کولو لپاره مو بې پایه هڅې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د همغږۍ لپاره جرګې جورې کړې، د ولسونو سره مو له نژدې کتلي، د هېواد د ټولو سرحدي پولو او د ډیورنډفرضي کرښې څخه مو بررسي کړې او دولس د ټولو قومونو او کوچي قشر ستونزو ته مو رسېدنه کړې ده.
ښاغلي عابد ویلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته موږ د خلکو د یووالي لپاره شپه او ورځ هڅه کړې، دلته ملي یووالی حاکم دی او ټول قومونه د یووالي په ټغر ناست دي.

